Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
کا کر کش کف کل کن که کو کټ کږ
کشر کشن

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

کشر

کشر په قبيله کي هغه څوک دئ چي د مشر د اوامرو تابع وي. مشران په قومي مسايلو کي د کشرانو مشوره هم اخلي او کله کله چي د مرکې فيصل (پرېکړه) اعلان سي، نو هغه طرف چي پړ بلل سوی وي، وايي چي د کشرانو سره به سلا وکړي، بيا نو چي کله پر يوه مرکه بله را غواړي، وايي چي کشران غواړي مسأله بلي مرکې ته محول سي. د پنځلس کلنۍ څخه پورته هر سړی تر هغه وخته پوري کشر دئ، تر څو د مرکې او جرګې د غړيتوب حق د سپين‌ږيري په نامه پيدا کوي. په عمر ځوانان چي د قبيلوي نفوذ په ساحه کي د غړيتوب صلاحيت پيدا کړي، هغه ته هم مشر ويل کيږي او په عمر پاخه خلک چي له دغه حق څخه محروم وي د کشرانو په نامه يادوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]