په خوست کي نکاح ته کوين وايي. کوين له کولو څخه اخيستل سوې ده او د ښځي کولو يا نکاح کولو عمل ته کوين ويل کيږي. استاد پوهاند رشاد د کوين د کلمې په توضيح کي د کولو کلمې ته سواليه (؟) ايښې ده او دا کلمه يعني کوين په خپله مستقله کلمه بولي. کوين يا نکاح د قبيلوي سړي ټولنیز حق دئ، خو دا کار بايد د قبيلوي تعاملاتو په چوکاټ کي وکړي. پر مړوښي ښځي د کوين عمليه نه سي اجرا کېدای او هغه کونډه چي لېور او د مېړه تربرونه ولري، بل څوک ئې په کوين کي نه سي اخيستلای. په کوين کي ايجاب او قبول لفظاً شرط دي، خو عملاً قبول په يو اړخيز ډول کيږي او د ښځي د قبول طرف يوازي د هغې پلار يا ورور يا بل مشر دئ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]