Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
کا کر کش کف کل کن که کو کټ کږ
کور کون کوي کوټ کوډ کوږ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

کونډه

هغه ښځه چي مېړه ئې مړ سوی وي، کونډه بلل کيږي. هغه ښځه چي کونډه کيږي، بايد د مېړه په انتخاب کي قبيلوي مراتب وپالي. تر هر چا لومړی د مېړه د ورور حق لري چي پر هغې نکاح وتړي، په هغه پسي د مېړه تربرونه او بيا د خپل په رابطه دا حساب پالل کيږي. په متل کي وايي: «کونډه د کام ده». د دې مطلب دا دئ چي د کام څخه دباندي يوه کونډه ښځه مېړه نه سي کولای. يوه کونډه د خپل حق په باب نه شکايت کولای سي او نه ئې عرض په جرګه کي اورېدل کيږي. کونډه په خپله لکه د مړه د ميراث بل شی، دغسي د ميراث په وېش کي تر حساب لاندي راځي. د کونډي په باب هغه وخت مرکه او جرګه خبري کولای سي چي دا وژل سوې يا ژوبله سوې وي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]