کوډي ته جادو هم وايي. په قبيله کي ځيني داسي خلک چي نورو ته کوډي ور کوي، داسي کسانو ته کوډګران ويل کيږي. کوډګر ته په ښه نظر نه کتل کيږي، خو د يو قبيلوي سړي ذهنيت د کوډو څخه بېره هم کوي. په ختيځو او جنوبي سيمو کي دغسي کوډګران ډېر لږ دي، خو په لوېديځو قبيلو کي کوډګران د نفوذ خاوندان هم وي. په هغو قبيلو کي چي د مشرۍ فکتور تر ډېر قدرت لاندي راغلی وي، نو کوډګران وده کوي، ځکه کوډګران په يوه حمايت کي واقع وي، خو په هغو قبيلو کي چي د قبيلې اداره ئې تر قبيلوي تعاملاتو لاندي پاته وي او د خانۍ فکتور لا په ابتدايي حال کي وي، هلته يا کوډګر نه وي او ياد د قبيلې څخه تجريد وي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]