د کورونو مجموعې ته کلی وايي. په کلي کي د قبيلې د خېل کورنۍ اوسي، کله کله بېل بېل خېلونه په يوه کلي کي اوسي، خو دا خېلونه به په لوړو کړيو کي سره خېلوان وي. په ځاځيو او منګلو کي د کلي اصطلاح د قبيلوي هويت پر ځای هم استعماليږي، مثلاً: د يو چا څخه د قوم د پوښتني څخه تر مخه د کلي پوښتنه کيږي، څرنګه چي کلی په ثابت ډول د يوې قبيلې د کورونو څخه جوړ سوی وي، نو کله چي د پوښتني کوونکي په جواب کي خپل کلی ور ښيي، هغه پوهيږي چي د کوم قوم يا قبيلې څخه دئ. په کلي کي ماجت د جرګې او مرکې ځای وي، خو د جنوبي او ختيځو خواوو په قبيلو کي د جرګې له پاره په کلي کي دوکانچې او خاص ځايونه جوړ سوي وي، ولي د لوېديځي خوا په قبيلو کي د ماجت څخه د مرکې د ځای په حيث استفاده کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]