Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
کا کر کش کف کل کن که کو کټ کږ
کرړ کرښ کرک

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

کرړه

کرړه د (کرلاړي) مفهوم ور کوي، کرلاړی يو لوی ټبر دئ چي بېل بېل خېلونه په ځان را کښېباسي. د کرړه لوی ښاخونه ځاځي، منګل، مقبل، ځدراڼ، مندوزي، سيري، وزير، ګربز، تڼي، اسمعيل‌خېل او نور دي. د (بېټه، ټپه، ټېلو) ښاخونه د کرړه لويي برخي دي چي هر يو ئې لوی خېلونه په ځان را کښېباسي. د استاد پوهاند رشاد زياتونه: «خټک، د له‌زاله ورکزي، اپريدي، شتک، موسی‌زي، قدم، وردګ هم کرلاړي دي. کرلاړي ته کرلاڼي هم وايي، خو په عامه مکالمه کي کرړه ورته وايي، لکه غلچه او کرړه. کرلاړي قبايل په پکتيا، وزيرستان، کورمه کي د اباسين تر غاړو پوري پراته دي، په متفرق ډول د کابل په وادې او لوګر کي هم اوسي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]