Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
کا کر کش کف کل کن که کو کټ کږ
کام

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

کام

کام يا قام د قوم پښتو لفظ دئ چي د قبيلوي جوړښت د يو غټ واحد په حيث ځای لري. په عامه اصطلاح کي کام د پښې څخه نيولې تر خېل پوري ټوله واحدونه په ځان کي را کښېباسي. کام د قبيلوي ژوندانه محور دئ او ټوله قبيلوي، حقوقي مسايل د کام په رابطه جريان مومي. د قبيلې هر سړی مجبور دئ چي خپلي ګټي د کام په ګټه کي وپلټي. په پښتو کي متل وايي: (لوخي د کام ښه نه غوښته، سر ئې په درياب کي وچ سو). په دغه متل کي په خپله د کام حقوقي موقف بيان سوی دئ چي سر سړی بايد د کام په ګټه پوري خپلي ګټي وتړي. کام د لويي جرګې د جوړېدو صلاحيت لرونکی مقام دئ، دا قبيلوي واحد د ټبر د پراختيا په نتېجه کي جوړ سوی او د همدغه واحد قبيلوي تشکل وو چي د ميرويس او احمد شاه به قومي جرګو کي د دولت د طلوع سبب هم وګرځېد. د ميرويس د تصميمونو، کودتاوو او هوتکي دولت د اعلان جرګې قومي وې او دا قوم يا قام يا کام وو چي د ټبرونو نماينده‌ګان پکښي را ټولېدل او فيصله به ئې صادروله. د کام بل قبيلوي حرکت د لوی احمد‌شاه د انتخاب په قومي جرګه کي وو چي د بېلو بېلو قبيلو مشرانو امين پر ووايه. دغه د کام تشکل په سياسي مفهوم کي ملت وبلل سو او د کام جرګې د مهمو تصميمونو پر وخت دايرېدلې، څو دا دئ نن هم د لويي جرګې په نامه قانوني جرګه سته او دا د هغي قومي جرګې وارثه ده چي د تاريخ په بېلو بېلو مرحلو کي لويي ملي مسئلې ور محول سوي او فيصلې ئې منل سوي دي. کام د حقوقي لحاظه په قبيلوي قانون کي ستر مقام دئ چي د صلاحيت تمثيل ئې قومي جرګه کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]