Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
شا شر شل شم شو شي
شوم شوک

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

شومی نيول

شومی نيول د مړۍ يا ډوډۍ څخه لاس نيولو سره يو مفهوم لري. د روغي او جوړي له پاره کله کله داسي کيږي چي څو کسه د ننواتي په شان د هغه چا کره ورځي چي د ور رسېدلي زيان د غچ له پاره هيڅ جوړي ته نه حاضريږي. په دغه وخت کي د ډوډۍ څخه لاس نيسي او تر هغه وخته پوري ډوډۍ نه خوري، څو د کور خاوند د دوی غوښتنه و نه مني، دغه عمل ته شومی نيول وايي. دا اصطلاح په کندهار او هلمند کي ډېره عامه ده، که شفاعت کوونکی همدغسي شوم له دغه کوره را ووزي او ډوډۍ و نه خوري، نو دا نه يوازي د هغه سړي له پاره پېغور او عيب دئ، بلکي د شفاعت کوونکو پر عزت ئې هم تېری کړی دئ او بايد جبيره ئې کړي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]