بډن د (تر) په شان يو ټاکلی تړون دئ، چي بالعموم د ځنګلونو د ساتني له پاره منځ ته راځي. په تېرا کي د بډن په طريقه ځنګلونه ساتل کيږي. په بډن کي دا معلومه ده، چي که څوک په ځنګل کي د کوم چا پر ټک بريد وکړي، لرګي ئې يوسي يا حيوانات ور ايله کړي، بايد د بډن په حکم د هغه تاوان ور کړي. دا کلمه په ځدراڼو کي په بدوڼ تلفظ کيږي، خو استاد پوهاند رشاد پر دې ليکنه په ياداښت کي داسي ليکلي دي: (دا کلمه ما ته بنډڼ ايسي).
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]