Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
شا شر شل شم شو شي
شار

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

شارګر

شاري ويونکي ته شارګر ويل کيږي. شارګر د شاعر مفهوم ور کوي، خو هغه شاعر ته ويل کيږي بالبديهه شعر په آواز وايي. شارګران په وزيرستان او پکتيا کي د نامه خاوندان دي او په هره مېلمستيا او د خوښۍ په محفل کي حاضر وي. په په کورمه کي د توريو شارګران د عاشورې په ورځ په فی البديهه ډول د شهيدانو، امامانو جنګ‌نامې وايي. دا چي شارګر تر اوسه په دغه قبيلو کي ځای لري، دا د آريايي دورې يو دود دئ او په ويدي دوره کي شاعران د ريشانو په ډله کي شامل ول. د آريايي دورې د لسو قبيلو په جګړه کي چي عامل ئې د يو شاعر (ويسواميترا) غزل وو، پوهېدلی سو چي په دغو قبيلو کي شاعر ډېر لرغونی مقام لري. شارګران د مسابقې په ډول شعرونه هم سره وايي او دغه سوال او جواب ئې يو داستان تمثيلوي. شارګران په جرګو کي تر پرېکړي وروسته د خوښۍ مجلسونه تازه کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]