Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
سا ست سر سل سم سو سي سټ سپ
سيا سير

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

سيال

سيال رقيب ته ويل کيږي او سيالي رقابت ته وايي. د سيال سره ننګه د قبيلوي سړي غټه وظيفه ده او دا د غيرت يوه نخښه هم بلل کيږي. متل دئ: (سيال مي يې، خو مخۍ مي نه يې)، معنا دا ده چي د ځان برابر دي نه بولم. سيال د حيثيت او اعتبار خاوند بلل کيږي خو د قبيلوي سړي غرور هغه د ځان سره برابر نه قبلوي، نو ځکه د هغه رقيب کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]