بدي دښمني ده. دښمنيداره سړي ته بديداره سړی هم ويل کيږي. بدي په فردي لحاظ ځانته مقررات لري، خو قبيله هم په بدي کي راځي او قبيله د قبيلې سره بدي درلودلی سي. بدي د تربګنۍ سره نژدې مفهوم لري، خو تر تربګنۍ په پراخ مفهوم استعماليږي. (د بدۍ دي مبارک سه)، يوه خطرناکه او د بدۍ د اعلان خبره ده، کله چي د دوو کسو يا د دوو پلرينو يا د دوو قبيلو تر منځ اختلاف او نقاضت وروستي حد ته ورسيږي، يو طرف و بل طرف ته په پورتنيو کلماتو د بدۍ خبر ور کوي او تر دې وروسته نو هره خوا پر ځان پام کوي او د خطر څخه د ځان ژغورني ملاحظات ساتي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]