په قبيلوي بديو کي د شپې ناڅاپه يرغل ته غدۍ ويل کيږي. غدۍ بالعموم د تورو خلکو څخه جوړيږي او دا نو هغه کسان چي د قبيلې څخه په فرار محکوم سوي وي او بيا سره يو ځای کيږي او د شپې حمله کوي. غدۍ يوازي د غلا په منظور نه جوړیږي، بلکي د انتقام جويانه حرکت يو دستهجمعي شکل دئ. دا چي د غله د کلمې سره غدۍ کلمه هم ياديږي، نو اکثراً د غدۍ خلک لاري هم نيسي، مثلاً وايي: (لار غلو او غدۍ نيولې ده)، غدۍ دغه ډله ده چي د غچ او انتقام په منظور د قبيلې امنيت تهديدوي. د غدۍ د مخنيوي له پاره د قبيلې ټوله خلک په مسلح ډول يو ځای کيږي او لار خلاصوي، خو کله چي غدۍ قوي سي، نو لوټمار ور سره شروع کړي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]