غچ د انتقام معنا ور کوي، غچ پرېښوول په قبيلوي مناسباتو کي د بېغيرتۍ په معنا راځي. د خپلو حقوقو د ساتني له پاره د قبيلې هر سړی او هره قبيله د بلي قبيلې په مقابل کي د غچ اخيستلو احساس غښتلی ساتي. قبيلوي سړی د غچ اخيستلو په کار کي ډېره حوصله لري، خو غچ نه پريږدي، وايي: (پښتون سل کاله وروسته وار (غچ) واخيست، ويل اوس مي هم تلوار وکړ). په غچ اخيستلو کي د عمل شدت کله کله (پګړه) هم منځ ته راوړي چي د يوې کورنۍ يا د قبيلې د يوې برخي ټول نر او ښځه زاړه او واړه تر تېغ تېر کړي. د پګړې غچ اوس نسته، خو يو وخت ئې ډېر زيانونه رسولي دي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]