Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
سا ست سر سل سم سو سي سټ سپ
سور

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

سوره

د قتل په پېښه کي د مقتول د ورثې يو حق سوره ده چي د قبول په صورت کي يوه ښځه د قاتل د خوا څخه د مقتول په خپلوانو کي يوه ته ور کول کيږي. سوره د مقتول د وژني له خوا د نجلۍ قبلولو ته وايي چي په بدي يعني د قتل په بدي کي ور کول سي (۱). د سوري ناوي اکثراً سپين پايڅې ودوي، يعني ساز او سرود نه پر جوړوي. سوره بايد حتماً پېغله وي او کونډه په سوره کي نه سي ور کول کېدلای. په سوره کي د زانګو د نجلۍ څخه نيولې بيا تر لويي ښځي پوري ور کول کيږي، خو ولور ئې د خونبها څخه وزي او نور که ئې څه واوړي هغه هم ور کوي. (۱): پښتانه (لومړی ټوک)، ۱۳۷ مخ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]