په قبيلوي ژوندانه کي د مصؤنيت له پاره يو سړی يا ډله چي د کوم چا سره مؤظفه کيږي، هغه بدرګه بولي. يو بديدار سړی که د کوم بېطرفه کلي يا قبيلې له خوا بدرګه له ځان سره ولري، نو دښمن ئې کار نه په لري، که تاوان ور ورسوي، نو دا د بدرګې خاوند پر ځان بولي. متل دئ: (سل کسه هندوان وه، بدرګه ئې لا هم غوښته). په تېرا کي د اپريديو د اتو قبيلو تر منځ دا دود ډېر دروند دئ. په دغو قبيلو کي که کوم چا د دغو قبيلو يا بل بېګانه سړي بدرګه کړې وي، نو که هغه سړي ته چي په بدرګې کي وي، مالي زيان ور ورسيږي، په بدرګه چي ئې اځيستی وي، هغه قبيله به ئې تاوان ور کوي. که کوم څوک په بدرګه کي وي او خپل مدعي ئې مړ کړي، نو هغه سړی او قبيله به قاتل تعقيبوي او خپل تاوان به ځني اخلي. بدرګه د دومره وخت دپاره چليږي، چي د هغې قبيلې د خاوري څخه مجرم نه وي وتلی. د بل وخت دپاره هغه سابقه بدرګه اهميت نه لري. دوباره که بيا هم ضرورت ورته پېښ سي، بيا به بدرګه اخلي او د بدرګې په مقابل کي بدرګه کوونکي ته يوازي يو پسه يا د لاري د تګ اجوره ور کوي، مګر دغه شی جبري نه دئ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]