Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
سا ست سر سل سم سو سي سټ سپ
سپي سپک سپی

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

سپی

سپی د کور او مال محافظ دئ او نو ځکه په تعامل کي سپی هم حق لري هیڅوک د چا سپی وژلای او کنه یو پور پر ذمه اخلي د سپي پور وګوری که دده د ژوند په خطر کي ؤ او دا کار يې وکړنو بیا معاف کیږي درمې سپی تښتول غټ تاوان لري ځکه په دغه مطلب کي دا خبره پرته ده چي نه یواځي سپی يې تښتولی دئ بلکه د رمې حفاظت ته يې هم زیان رسولی دئ که د سپي د تښتولو پر رمه لېوه ورسي او پسونه څیري کړي نو که د سپي غل ونیول سي د سپي تاوان او دنه ګونه په قانون د پسونو تاوان هم ځیني اخیستل کیږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]