اپریدي ټوله اته قبیلې دي چي دا واړه پر دوه ګونده وېشل کیږي ددغو دوو ګوندونو څخه يې یو ساهل دئ. په ساهل کي د اتو قبیلو څخه ملک دین خېل، زخه خېل، سه پای اکا خېل، کمرخېل یعني پنځه خېله د ساهل ګوند غړي دي (۱) استاد پوهاند رشاد په خپل یاد داښت کي راته لیکلي دي چي «په ورکزو او بنګښو کي هم سهل شته» دا په ساهل یا سیل تلفظ کیږي او په مهمو وختونو کي دا قبیلې د ګوند په حساب سره یو ځای کیږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]