Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
با بخ بد بر بل بن بو بي بټ بډ بې
بټي

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

بټياری

داښ‌وان ته بټياری وايي. بټۍ داښ دئ او بټياری داښ وان دئ. بټياری هم په قبيلوي اشرافيت کي کښته مقام لري. په متل کي وايي: (چي مور ئې بټيارۍ وي، زوی ئې نه فتح خان کيږي). بټياران هم په قبيلوي ټولنه کي د جولا او آهنګر په کتار کي راځي او دوی د قبيلې د اصلي خلکو سره کفونه بلل کيږي. په قبيلوي ټولنه کي کېدلای سي، چي يو د قبيلې سړی د بټياري ښځي سره يو ځای سي، خو د قبيلې ښځه و بټياري ته نه سي واده کېدلای. قبيلوي اشرافيت هغه قبيلوي سړی چي د پلار له خوا اصلي قبيلې ته منسوب وي، خو مور ئې بټياری هم خام بولي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]