Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
سا ست سر سل سم سو سي سټ سپ
سار ساز ساه

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ساز ورکول

ساز د جوړي سره تژدي مفهوم ورکوي. د تېرا په اپرېدو کي د مړي دیت ته هم ساز وايي(۱) ساز ورکوونکی یعني جوړه غوښتونکی به د ننواتي د خلکو سره قران پر سر نیسي او په بل لاس کي به یوڅه پیسې (دديت په شان) نیسي او د مقتول کورته په ورځي. په عمومي ډول ساز د جوړې هغه نقدي ناديه ده چي د قاتل له خوا د مقتول ورثې ته ورکول کیږي. د مړي ساز په تېرکي (۲۰) زره افغانۍ دي. ساز چي واخیستل سي بیرته مستر ډول يې ساز ماتول بولي. یو سړی کولای سي چي هم ساز واخلي او هم ساز مات کړي. یعني د دیت پیسې بیرته مستردئ کړي او خپل پور سر په سر واخلي، خو په دغه کار کي هغه وخت اقدام کولای سي چي د ساز اخیستلو پر وخت هغه مشروطو اخلي او که يې قطعی اخیستې و او بیايې مسترد اوه، نو دا حق نه لري. که د ساز ورکوونکي خواته زیان ورسوي تاوان يې ورکوي. ساز عموماً د مړي په قضیه کي ورکول کیږي او د کلمې مفهوم يې جوړښت دئ یعني ساز ورکولو سره جوړه وسوه. په ځینو قبیلو کي ساز اخیستل د بې غیرتۍ نښه بلل کیږي او دوی نه حاضریږي چي ساز واخلي، بلکه کوښښ کوي چي وارواخلي او په دې ډول خپل قبیلوي حیثیت وساتي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]