Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
زن زو زی زې
زېر

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

زېری

کوم څوک چي چاته ښه خبر راوړي چي هغه په خبر نه وي، دې ته زیری وايي. د اختر میاشت چي هر څوک وویني هغه د کلي پر سر ناره کوي او په دې ډول دی زېری کوي. ددغه زیري په مقابل کي د کلي خلک هم ده ته شریني ورکوي. کله چي پر یو چا د ښو زېری وسي نو ورته وايي چي: زېری مي درباندي هغه باید ورته ووايي چي د زوی زېری دي درباندي وسي. په دغه کلمه کي معلومیږي چي په قبیلوي ژوندانه کي ډېر لوی زېری د زوی زېری دئ هغه څوک چي زوی نه لري او ښځه يې زوی ورته وزېږوي نو پر دغه سړي چي زېری وکړي هغه باید په زېري کي یو پسه ورکړي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]