Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
زن زو زی زې
زیا

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

زیاړي (ښکنځا)

د پکتیا په یو شمېر لهجو کي ښکنځلو ته زیړي یا زیاړي وايي او په ځینو کي کنځا او ښکنځا هم ورته ویل کيږي. زیاړي یو شینع عمل دئ او څوک حق نه لري چي بل چاته د غسي اهانت وکړي. که څوک ددغسي عمل مرتکب ګرځي هغه مجبور دئ چي د شرم په نامه ومقابل طرف ته یوه تادیه ورکړي. بېګانه ښځي ته ښکنځل کول د ښځي د کورنۍ بې عزتي ده او که څوک دغسي کار وکړي باید ننواتی ورولیږي، البته ننواتی يې ډېر مختصري یو سپین پټکۍ او یو پسه دغسي ننواتی ته لېږل کیږي، سپین ږیرو او هغو کسانو ته چي د مرکې او جرګې غړي وي ښکنځل په خپل حد کي شرم او تاوان لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]