Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
زن زو زی زې
زور

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

زورور

زورور هغه سړي ته وايي چي د قبیلې د مقرراتو چندان پایندي نه کوي. داسي زورور د قبیلې د خلګوداسي منفوروي او غیرتي چي وايي پلانکی زورور دئ معنا يې داده چي ضمنا متجاوز هم دئ. په دغسي مورد کي زورور او زړه ور د مفهوم په لحاظ سره بېلیږي، ځکه زړه ور هغه شخاع ته وايي چي د ننګ پر ډګر د قبیلې او د هغې د حقوقو جامې وي، خو زورور د قبیلې پر حقوقو تېری کوونکي دئ وايي زورور د حق دښمن دئ. په دې جمله کي لوی حقیقت پروت دئ. قبیلوي سړی د قبیلوي حقوقو په خیانت کي ژوندی دئ، ځکه زورور ته تن نه ورکوي او که په زور معامله ورسره کیږي د خپل عزت او مال د ساتني په خاطر.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]