Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
سا ست سر سل سم سو سي سټ سپ
سټه

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

سټه

سټه دميراتي په شان يوه چپاوي حمله ده چي په هغه کي نارينه وژل کيږي او کورونه سوځل کيږي. سټه لکه چي د کلمې څخه معلومه ده د سټي ايستلو ته وايي يعني بنياد د منځه وړل. په وزيرو کي سټه د بدۍ په وخت کي ډېره عملي کيږي. سټه دچپاو په شان وي او هر ډول وسله پکښي استعماليږي. په سټه کي کله کله د هغي کورنۍ يا قبيلې ښځي هم ور سره بيايي چي سټه پر سوې وي. د لوېديځي خوا د زميندارو په اليزو کي هم دغسي يو اصطلاحي نوم سته چي (عيال‌تپ) ورته وايي او په دغه عمل کي هم د کورنۍ نارينه که د زانګو کوچنی هم وي، وژني ئې، خو اوس دا رسم نسته ولي نوم ئې لا تر اوسه پاته دئ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]