Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
سا ست سر سل سم سو سي سټ سپ
ستا

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ستانه

ستانه د بزرګ (زبرګ) معنا ور کوي، سيدان، صاحب‌زاده‌ګان ستانه بلل کيږي. مړي ئې ټوله ستانه دي. په اقوامو کي هم يو قوم ستانه بلل کيږي لکه د لوېديځي خوا په پښتاني قبيلو کي چي ساکزي ستانه بلل کيږي. په ځينو قبيلو کي چي بله قبيله مدغم کيږي، نو دغه ادغام د مدغم سوي قبيلې د ضعف څخه په عمل راځي، د دې له پاره چي د دغه ضعف پرده‌پوښي وسي، نو مدغم سوې قبيله ستانه بولي او خبري ته ئې درناوی کوي. په وزيرستان کي سيد‌ګي ستانه بلل کيږي. ستانه په ننواتي کي هم ګډون کوي او د مجرم شفاعت هم کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]