Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
سا ست سر سل سم سو سي سټ سپ
سپي سپک سپی

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

سپين ګوند

سپين ګوند په ګوندي حساب د تور ګوند ضد دئ. په پکتيا کي د سپين ګوند غړي خېلونه دا دي: په غلجي قبيلو کي مشهور خېلونه: احمدزي، علي‌خېل، سلېمان‌خېل. په کرلاړي قبيلوي کي مشهور خېلونه چي د سپين ګوند غړي دي، دا دي: ځدراڼ، مندوزي، سبري، تڼي، شمل، تېري‌زي، قدم، چمکني، ګربز (۱). (۱): د ګوند تشريح، د (ک) په رديف کي وګورئ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]