کله کله په يوه داسي پېښه کي چي د الزام دلايل مجهول وي، نو بېطرفه خلک د مرکې له خوا را غوښتل کيږي او هغو ته چي قسمونه ور کوي، دې ته سپين سرونه وايي. سپين سرونه هغه بېطرفه خلک دي چي حقيقت ور څخه څرګنديږي او دا د مرکې صلاحيت دئ چي دغسي خلک را وغواړي او قسم ور کړي تر څو حقيقت څرګند سي. کوم څوک چي په سپينو سرو کي وشمېرل سي هغه ځان بېطرفه نه سي نيولای، بلکي د حقيقت له مخي به هغه څه وايي چي ورته معلوم وي، که حقيقت پټ کړي نو د مجرم شريک ګڼل کيږي او ناغه ځني اخيستل کيږي. ښځي هم په سپين سرونو کي را تلای سي يعني پوښتنه ځني کېدلای سي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]