Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
سا ست سر سل سم سو سي سټ سپ
سپي سپک سپی

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

سپين ځدراڼ

څرنګه چي ځدراڼ په سپين ګوند کي دي، نو سپين ځدراڼ ورته وايي. د سپين ځدراڼ مرکه ډېره درنه وي او تقريباً د تميز شکل لري، پر پرېکړه ئې بله مرکه نه جوړيږي. کله چي د متخاصمو طرفينو له خوا په نورو مرکو جوړه و نه سي، نو د سپين ځدراڼ مرکه را غواړي. دوه‌ويشت شګه په (المره) کي د سپين ځدراڼ د جرګې تاريخي ځای دئ او مهمي جرګې په هغه ځای کي کيږي. سپين ځدراڼ په کرلاڼي قبايلو کي ستانه بلل سوي دي او داسي عقيده ده چي هر څوک په سپين ځدراڼ کي د روغي مرکه وکړي او بيا ځني وګرځي، هغو ته سخت زيان ور رسيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]