سپين پايڅې هغه ناوي ته ويل کيږي چي بېډنګ او ډوله واده سي. کله چي يو څوک خپله نامزده د خسر پر کور حملداره کړي، نو د نرخ په حکم به برسېره پر ولور يوه سپينپايڅې هم د خسرخېلو په کورنۍ کي ور کوي. سپين پايڅې ځکه ور کوي چي خسرخېل ئې د واده له مصرف څخه خلاص سي. په کندهار کي اصطلاح ده چي پلانکي خپله لور په سپينو پايڅو له کوره وويستله، يعني په پټه خوله ئې واده کړه. سپين پايڅې ښځه د مېړه په کور کي هم په ښه سترګه نه ليدل کيږي. د سپين پايڅې اختيار هغي خوا ته دئ چي ور وديږي، دوی به سړی ورته ټاکي نه د نجلۍ پلار او ورور.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]