Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ړن
ړند ړنګ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ړنده

د یو چا سترکه ړندولو ته (ړنده) وايي او د ړندې پور که یوه سترګه وي نیم خون او که دواړي سترګي وي پوره خون دئ. که د یو چا سترګه پخوا ړنده وه او بیا د بل چا د خوا په ضرب سره ټپي سوه نو خون لري، خو د ټپ تر نرخ لاندي يې تاوان ورکوي. که یو څوک د بل غویي ړوند کړي نو دې ته د غويي ړنده وايي او پدغسي وضعه کي هغه سړي چي غویي يې ړوند کړی دئ دغه غويي به پخپله اخلي او په عوض کي به يې ساري غويي ورکوي. په نورو حیواناتو کي چي د کار پاره وي د غوايي مقرره ده او که دغوښي او خوراک د پاره وي د قیمت اخیستلو حق لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]