Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
با بخ بد بر بل بن بو بي بټ بډ بې
باب بان باو

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

باور

باور (اعتماد) دئ. په مرکه او جرګه کي مخصوصاً چي د واک مرکه وي، د مدعي عليه څخه باور غوښتل کيږي. باور د خولې قول دئ. په دې معنا چي طرفين به لساناً خپل باور څرګندوي. تر کله چي دعسي باور نه وي څرګند سوی، مرکه هم نه دايريږي. يو قبيلوي سړی په باور ډېر صادق وي. دا چي وې ويل چي زما باور دئ، نو بيا ئې باور وي. خو کله چي باور ئې خام سي، نو بيا خپل د باور شرم هم غواړي او د ده د باور څخه بده استفاده يو ناروا عمل بولي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]