د کلي څخه باندي ابادي، موقتي اوسېدنځای او کوچنی کلی چي په لوی کلي اړه ولري، بانډه بلل کيږي. د اوړي (دوبي) د تېرولو ځای ته هم بانډه ويل کيږي. دا اصطلاح په ختيځو قبيلو کي ده او په لوېديځو قبيلو کي د بانډې د کلمې سره اشنايي نسته. په بانډه کي د مرکې او جرګې ځای هم وي. په بانډه کي که وني ولاړي وي، نو مېوه ئې د ټولو مشترکه ده او په يوه سړي اړه نه لري. د بانډې له پاره کار د ټولو ګډه وظيفه ده. استفاده هم ګډه ځني کيږي. د بانډې اوسېدونکي ته بانډهوال ويل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]