Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
د دا در دو دښ دې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

د موسی نرخ

موسی د عیسی ورور او د احمد بابا مشر زوی دئ. وايي چي پخوا د موسی نرخ هم و، خو اوس د عیسی نرخ عام رواج لري. کله چي جرګه یامرکه کیږي وايي چي د موسی په نرخ يې راسره کوي که د عیسی؟ خو د عیسی په نرخ پرېکړي ډېر رواج لري. د موسی نرخ پخوا هم په یوه محدوده ساحه کي چلېدئ، خو اوس يې ځای د عیسی نرخ نیولی دئ. د موسی په نرخ کي د بدلي اصل ته ډېره پاملرنه کیږي او د فرد حق کي د پلرینيد رابطې خپلوان دومره مستحق ګڼي لکه پخپله فرد. د مثال په توګه یو سړی وژل کیږي، د هغه قاتل د مقتول د ورثې له خوا په یوازي سر نه سي بخښل کېدلای، بلکه دا باید د ټوله پلریني تصمیم ته محول سي، خو د عیسی په نرخ د مقتول ورثه په یوازي سر دا تصمیم نیسي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]