Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
د دا در دو دښ دې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

د ملامت برمته

څوک چي د مرکې له خوا ملامت سي او د مرکې فیصله ومني، نو برمته يې نه ورکول کیږي. وايي: (د پړ برمته نه ورکول کیږي) دا د نرخ فیصله ده . برمته په همدغه منظور د دعوي د دواړو خواو څخه اخیستل کیږي چي هغوی فیصله ومني، خو کله چي پرېکړه ونه مني، نو برمته يې منلې وي او په ځینو مواردو کي پخپله مرکچيان داغه برمته ځانته اخلي، خو دا کار چي کوي هم د نرخ د پرېکړي پر اساس يې باید وکړي ځکه نرخ په دې باب ډېره لږ اجازه ورکوي چي برمته مرکچیان واخلي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]