Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
رب رو رټ رښ
رټل

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

رټل

رټل شړولو ته وايي ډېر سخت مجازات دي چي په نرخ کپ وپړ ته ټاکل کيږي. کله چي یو قاتل په سهوه کي وژل کړي يي او د مقتول د ورثې د خوا پور پر ذمه لري، نو داسي سړی چي په ننوات وبخښل سي کله کله د رټلو سزا هم ورکول کیږي چي د قبیلې ډېر ننګیالی ځوان يې وژلئ وي په اکثره مواردو کي هغه سړي ته د رټلو سزا ورکول کيږي چي سخته بد اخلاقي يې کړې وي یا یې د یو چا د ناموس بې احترامي کړې وي. رټل ټاکلئ وخت لري او په دغه موده کي به رټلي کلي او قبیلې ته نه ورځي او که ولیدل سو او ووژل سو پور او تاوان نه لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]