Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ډا ډب ډم ډو
ډول ډوډ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ډولچي

ډولچي ته ډولزن هم وايي او دا نو هغه سړی دئ چي ډول وهي. په ځینو قبیلو کي ډولچي ته غازي هم وايي، اغلباً چي دغه اعزازي نوم به د نولسمي پېړۍ په دوران کي هغه وخت ډولچي ته په نصیب سوی وي چي دغه قبایل به دا جنپي قدرت او استعمار سره لاس و ګرېوان وه. ډولچي د قبیلو په جګړو کي یو څه مصونیت هم لري او څوک چي ډولچي په جګړه کي وژني نو پېغور يې په نصیب کیږي. ډولچي د جګړې په وخت کي تر بیرغ لاندي روان وي او پخه ډولچیان د جګړې په وخت کي د صفونو د نظم ساتلو کار هم کوي او دغه کار نو د ډول په اواز کوي، د دغسي ډولچي د ډول وهلو د هر طرز سره د قبیلې اشنا وي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]