Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ډا ډب ډم ډو
ډول ډوډ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ډول

د ساز او سرود یوه آله ده، چي په قبیلوي ژوندانه کي د مخابرې د یوې وسیلې په حیث هم کار ځیني اخیستل کیږي. کله چي پر کلي بدو بېرانه پیښیږي د کلي خلک د ډول په اواز سره خبریږي او په لنډ وخت کي ټاکلي ځای ته ته (هلته چي ډولچي ولاړ وي) راټولیږي او بیا په ګډه جګړې ته روانیږي. د جګړې ډګر ته چي جنګیالي ځي د ډول تر ږغ لاندي روان وي. د جګړې په دوران کي هم ډول وهل کیږي او په ځینو قبیلو کي د ډول سره سر ناهم وهي. د قبیلوي تعامل له مخي ډول هم دروند شمېرل کيږي او هغه ډولونه چي د قبیلې د مشر کره کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]