Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ډا ډب ډم ډو
ډول ډوډ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ډوډۍ

ډوډۍ دا تام په مفهوم هم راځي او مېلمستیا ته هم ډوډۍ وايي. د جرګې او مرکې خرڅ هم ډوډۍ بولي. په ډوډۍ لوړه (قسم) هم کیږي. هغه سړی چي مېلمه پال وي (ډوډۍ مار) ورته ویل کیږي ډوډۍ او مړۍ دواړه یو مفهوم لري. ډوډۍ د غنمو له اوړو څخه پخیږي. که یو څوک بل ته ډوډۍ ونیسي باید رد يې نه کړي او یوه ګوله ځيني واخلي کنه دا نام يې احترامي به يې کړي وي. قبیلوي خلک ډوډۍ او دسترخوان مچوي او د ډوډۍ سره يې احترامي سپک کار بولي، ډوډۍ چي یو چاته په شفاعت ونیول سي هغه باید واخلي مچ يې کړي او که يې دا شفاعت نه منئ د ډوډۍ د شرم په نامه باید پر دغه دوډۍ یو څو پیسې کښیږدي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]