هغه آرایشګره ښځه ده چي په ودونو کي ناویاني جوړ وي او ساز هم کوي. ډمه هم د قبیلې اشرافیت په کښته موقف کي راوستلې ده. دا نه یوازي د ناوي د جوړېدو وظیفه پر غاړه لري، بلکه د ښځو له پاره د ډوډۍ په تیارولو او نورو کارونو کي هم برخه اخلي. په واده کي دمه د ناوي او زوم له دواړو خواوو څخه د بخښښ اخیستلو حق لري. ډمي ته خرڅ او کالي هم د خان د کور له خوا برا بریږي. په هغو قبیلو کي چي ښځي تر پرده لاندي راغلي وي او لڅ مخ نه ګرځي، خو ډمه له دغه قیده آزاده ده او مخ يې هر چاته لڅ وي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]