د یو چا تهدیدولو ته ډارول وايي. د قبیلې په تعاملي قوانینو کي هیچا ته دا حق نه سته چي بل څوک وډاروي یعني تهدید يې کړي. که کوم څوک ددغه ډول پړې مرتکب وګرځي، نو دقبیلې نرخ دده حق او ناغه پر مقابل خوا لازمه بولي. د لویدیځي خوا په قبیلو کي دا اصطلاح د بېرولو یا وېرولو په کلماتو یاديږي، خو مفهوم يې همدغه ډارول دي. که کوم څوک د جرګې او مرکې غړي وډاروي، یعني تهدید يې کړي هغه سړی به د تاوان سره شرم هم ورکوي، ځکه د مرکې او جرګې غړي د سپین ږیر توب حق او عزت لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]