دېګان قبیلوي کروند ګر دئ. د قبیلې هر کروند ګر دېګان نه دي بلکه دېګانان هم د نورو قبیلو غړي وي او کوچني اقلیتونه جوړوي. قبیلوي اشرافیت د دېګان ټولنیز موقف هم کښته ساتي از د دېګانانو سره د واده دوستي او خپلوي نه کوي. دېګانان خپل تر منځ روابط لري. داسي فکر کیږي چي دا به هغه آریايي دېګان و، چي ځینو څېړونکو تاجکانو بللي دي. د دېګان نوم په ټولو پښتني قبیلو کي پېژندل کیږي دغه خلک یا بزګري کوي او یا نوري خوارۍ باسي. په واقعاتو کي د دېګان سره جرګه او مرکه نه کیږي او که هغه ته زیان ورسیږي، نو مراجعه يې د قبیلې یو مشر ته وي او هغه يې عرض اوري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]