هغه څوک چي کومي پېغلي ته مرکه وکړي او د پېغلي پلار مرکه و نه مني او څو واره تکرار سي، خو و نه ومنل سي، نو دا مهال هلک د نجلۍ د کور تر مخ ټک وکړي او دا انجلۍ نو بيا بل چا ته نه ور کول کيږي. پر دې کار ډېري بدۍ هم جوړيږي. دې ته (آر) وايي. آر د عزت په معنا هم راځي. دا چي وايي (د آره مي څه نه ورته ويل)، معنا چي د خپل عزت په خاطر مي هم څه نه ورته ويل. آر د کرني په معنا هم راغلی دئ او د آرين په کلمه کي د آر مفهوم پروت دئ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]