د توري شپې چغه د نیمي شپې د ناري سره څه توپیر نه لري. دا چغه هم هغه په خاص آهنګ د ډول در زاده، چي د خلګو د خبرېدو له پاره وهل کیږي او دا کار د یوې مهمي پیښي په وخت کي ترسره کیږي. په دې کي که پر کلي د دښمن هجوم او برید وي ، يا سېل را روان وي او یا ځنګل اور اخیستئ وي دا چغه کیږي . د دې چغي سره سم د قبیلې هر فرد مکلف دئ چي دوسلې سره سم ځان د چغي ځای ته ورسوي . هغه کسان چي بې پروا پاته سي ، ډېره درنه ناغه پرایږدي او که عذر ولري، نو عذر يې او ريدل کیږي. دا چغه د ډول په اواز کي معلومه وي چي د دښمن یرغل دئ او که سېل یا اور . د او را اوسېل په وخت کي ښځي هم د چغي ځای ته ځان رسوي .
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]