Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ات اح ار اس اش ان او اي اک اې
اېل

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

اېل

اېل د رام، تابع او منقا مفهوم ور کوي او د ياغي ضد کلمه ده، چي غالباً ترکی ريښه لري. کله چي دوې قبيلې په جګړه سره اخته سي، نو قوي قبيله چي کمزورې قبيله ماته کړي او ماته سوې قبيله د زوروري قبيلې شرايط ور سره ومني، نو اېل سوي ئې بولي. د اېل کلمه په محدوده ساحه کي هم استعماليږي. کله چي يو سړی د قبيلې د منافعو پر ضد حرکتونه کوي، نو وايي چي دا بايد اېل سي، يعني مخه ئې را و ګرځول سي. په متل کي وايي، چي: (په وطن کي اېل اوسه، په غره کي ياغي).
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]