Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
د دا در دو دښ دې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

د بدرګې د مخ نیوي تاوان

په بدرګه چي څوک د کوم تور سره روان وي ، که د تور د مدعي له خوا د بدرګي مخه ونیول سي باید یو پسه او درې سوه روپۍ تاوان ورکړي او دا کار تر درې واره پوري په عیني شکل تاوان لري، خو که تر درې واره زیات سو، بیا تاوان نه لري. په دې صورت کي دا تور بله لار په مخه واخلي او بله بدرګه ځانته پیدا کړي . داسي پېښه په لویو مدعا و کي منځ ته راځي. کله کله چي د لارو امنیت سم نه وي، نړ خلک په هغو لارو کي چي د قبیلې په ټک کي واقع وي د دغي قبیلې څخه بدرګه ورسره اخلي ترڅو محفوظ تېر سي ، بدرګه اخیستل یو څه د کمزورۍ احساس هم ښیي . په پښتو متل کي وايي : ( څلوېښت کسه هندواڼ وه ، بدرګه ئې لا هم غوښته.) د بدرګې مخ نیوی چي د بدا منۍ په لحاظ وي ، مجازات ئې کور سوځل دي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]