خیرات د لغوي معنا له لحاظه د صدقې مفهوم ورکوي ، خو په تعامل کي د خوښۍ د فدئې په ډول د غوايي او پسه حلالولو ته خیرات وايي او دا کار نه یوازي په نیکو ورځو کي د مذهبي عنعنې مطابق کیږي، بلکي د جرګې او مرکې پر وخت د غوايي او پسونو حلالولو ته هم خیرات ویل کیږي . وايي چي خیرات، غم د بلا دئ. یعني دآفاتو د مخ نیوي له پاره خیرات یوه وسیله ده. کله کله جرګه د خیرات فیصله کوي ، هغه داسي چي نا روغي یا وچکالي یا بل آفت پېښ سوی وي ، نو ملا د قبیلې مشرانو ته د خیرات توصیه وکړي. او هغوی جرګه جوړه کړي او په دغه جرګه کي د خیرات تصمیم ونیول سي او د خیرات خرڅ په شلاونډ را ټول سي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]