Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
خا خب خل خو خټ خی خۍ خې
خا خب خل خو خټ خی خۍ خې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

خۍ

خۍ د مراتي او سټي په شان یو شدید عمل دئ، چي په وزیرو کي رواج لري. په خۍ کي د کور نارینه وژل کیږي او دا کار په ډېره بې رحمۍ سره تر سره کیږي. د خۍ عمل پخوا خورا ډېر وو، خو اوس ئې مخه بنده سوې ده. خۍ په يوه خېل کي نه تر سره کیږي، بلکي خېلونه چي په بدۍ سره اخته سي، نو د خۍ عمل اجرا کیږي. په کیسو کي هغه قبیلې معلومي نه وي چي خۍ پر سوی وي او پر چا چي خۍ سوي وي نوري دوستي قبیلې مرسته ورسره کوي. وايي که پر چا خۍ سوي وي ،نو که ئې پر مینه یو ناز وکړئ هم تر خۍ وروسته وزیږي هغه به هم وار اخلي او په (دوړو) کي یوه خۍ سوې وي چي پنځه ویشت کاله وروسته ددغي کورنۍ یوه ځوان ، د ځوانو ښځو په ملګرئ پر هغه قبیله خۍ وکړه چي د دوی خلک ئې وروژلي وه.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]