Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
د دا در دو دښ دې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

د سپي تاوان

سپی چي د کور او مال محافظ دئ، وژل ئې مجاز نه دي. که یو څوک قصداً د بل چا سپی مړ کړي باید د یوه خون په اندازه تاوان ورکړي او یا د سپي په عوض د سپي د خاوند له خوا که دغه سړی مړ سي پور نه لري. که په خطا او سهوه سره سپی ووژل سي، نو یو پسه او یو ټاکلی مبلغ پیسې به د سپي خاوند ته ورکوي (۱) د بل سپي ته چغه ویل هم جواز نه لري، خو که د سپي تر حملې لاندي راتئ نو کولای سي چي د ځانه يې وشړي، خو دا باید ثابته کړي چي دی واقعاً د سپي تر حملې لاندي و، که نه تاوان به ورکوي .
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]