ايلچي هغه قومي نماينده دئ، چي د دوو قبيلو تر منځ د ټاکلي قبيلې له خوا د مفاهمې دپاره موظف کيږي. ايلچي مصوئنيت لري، متل: (ايلچي لره نه بند سته، نه زندان). ايلچي ته په سپکه سترګه کتل هم يو جرم دئ او بايد د ايلچي شرم ور کړي کنه ايلچي حق لري، چي پر هغه د پړي دعوه وکړي. داسي پېښه سوې ده، چي د دښمني قبيلې ايلچي مقابلي قبيلې ته ورغلی وي او هلته د دغسي قبيلې يو سړي د ايلچي سپکه کړې وي، نو ايلچي په دغه دښمنه قبيله کي په دغه سړي د پړي دعوه کړي وي او د دښمني قبيلې مرکې خپل سړي په ناغه مکلف کړي وي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]