Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
د دا در دو دښ دې
درې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

درې نیم سره

دا د ښځي په مربوطو واقعاتو کي راځي او یو داسي قسم دئ چي که څوک د یوې نجلۍ د ورکولو څخه وروسته منکر سي، خو د هغي د خپلوانو څخه درو نارینه خپلوانو او یوې ښځي ته قسم ورکوي، چي دې ته درې نیم سره وايي درې نیم سره لوړه (قسم) د درې نیم سره په شاهدي را ګرځي. که په همدغه قضیه کي چي یو سړی د خپلي لور یا خور پر ورکولو پښېمانه وي او درې نیم سره لوړه وکړي، نو که د مقابلې خوا څخه درې نیم سره شاهدان پر تېر سي، یعني درې نارینه او یوه ښځه شاهدي پر ادا کړي، ماتیږي . خو په دغه شاهدي او لوړه کي که کومه خوا په درواغو او چل متهمه سوه ، نو مرکې ته به غټه ناغه ورکوي. په درې نیم سره لوړه کي چي ښځي ته قسم ورکول کیږي، هغه د هغي د پلار، ورور یا زوی له خوا ورکول کیږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]